واخان – میډیا
لیکوال:
نېټه: ۱۴۰۳ /۵ / ۲۸
افغانستان په تېرو تقریبا ۴۰ کلونو کې د جګړو ګرم میدان وو، بېلابېل رژیمونه پکې راغلل، ډلې او ټپلې پکې را وپنځېدې او د افغانستان افسانوي امن یې، په ناامنی، بغاوت او شرو فساد بدل کړ.
کله چې په افغانستان کې شوري-ملاتړو ګوندونو لکه؛ خلق، پرچم، شلعه او نورو واک ترلاسه کړ، نو د افغانستان د بدبختۍ ورځې پیل شوې او د افغانستان حکومت له ولسي هغه څخه ګوندي او ډلواکۍ ته وواښت.
که څه هم له یادې مودې څخه بیا د امریکايي اشغال تر پایه د افغانانو د تلفاتو کره شمېرې نشته، خو په زرګونو ووژل شول، په لکونو ټپیان او په میلیونو بیا بې کوره شول، چې اوس یې هر کله د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه د مظلومیت اواز را پورته کیږي.
افغانستان د اور په لمبو کې ورتېده او بد بختي یې هغه وخت لا زیاته شوه، چې د مجاهدینو مشرانو د واک په نشه کې د جهاد پر ځای شر او فساد ته مخه کړه او هغه نادودې یې وکړې چې د نړۍ تاریخ به یې کمې نمونې لري.
د جګړو مارو مسعود، مزاري، دوستم، سیاف، رباني او نورو جنګیالیو د بشر په تاریخ کې په سرونو کې د میخ وهلو، د ښځو د سینو د پرېکولو، د سر د سپږو د پېرلو او د ښځو د زېږون د لیدلو جنایتونه اختراع کړل او د لیونو تر نومونو لاندې قومندانانو یې د کابل پوهنتون د کتابونو په سیزولو ځان ګرماوه.
د دې ناوړه وضعیت په ژورو کې یو باوقاره انسان ټوپک ته لاس کړ او افغانستان ته یې د بیا نجات د لارې پیدا کولو تکل وکړ، چې د خدای په مرسته یې د دې ناخوالو یوې لویې برخه ته د پنځو کلونو په ترڅ کې د پای ټکی کېښود او له ۱۹۹۶ – څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یې شر او فساد ډلې ټول مخکښان تر سمڅو او غارونو پورې ورسول، خو یوازې د شر یوه ځاله چې د روس، ایران، تاجکستان، هند او ځینو نورو هېوادونو سره یې پروتکول درلود تر پایه پاته شوه، چې بیا ځلې له همدې شرباڼې څخه افغانستان وګواښید او په ۲۰۰۱ کال کې یې د نوي بادار په پیدا کولو سره بیا په افغانستان کې د وژنو او وېر ټغر وغوړاوه.
افغانستان کې د امریکايي اشغال په وړاندې څو مظلمو انسانو قیام وکړ، خو دښمن یې ځواب په ډېرو سخت او وحشیانه ډول کاوه، د دښمن بمبارونه، وژنې، ځورونې روانې وې او ان هغه کسان یې هم له وحشت څخه په امن کې نه وه، چې کلیواله څېره به یې درلوده او افغاني کلتور به پکې څرګندېده.
په دې ۱۹ کاله او اته میاشتو جګړې کې تقریبا ۴۷ زره عام افغانان ووژل شول، چې د کال تقریبا ۲۵۰۰ تنه په اوسط ډول حسابېدای شي.
د دې څخه ورهاخوا په یادې جګړې کې تر سل زور د تېرې ادارې د وسلو ځواکونو د وژل کېدو او همداشان تر ۴۰ زورو پورې د طالبانو د شهادت شمېره ورکول کیږي، چې په افغانستان کې د ورځنیو تلفاتو اوسط شمېره له ۲۵۰۰ تنو څخه ۹۵۰۰ تنو ته لوړوي.
لوړو ارقامو ته په کتو چې د ویکېپډیا په حواله را اخېستل شوي، آیا د تېرو دریو کلونو تلفات څومره دي؟
په تېر درېو کلونو کې په افغانستان کې بېلابېلو ډلو د نظامي فعالیت ادعا کړې، خو له ځپل کېدو پرته یې بل څه نه دي موندلي او د افغانانو په وژلو نه دي بریالي شوې.
په دې لړ کې داعش، مقاومت جبهه او ازادۍ جبهې د برېدونو ادعاوې کړې، چې اکثریت یې یوازې میډيايي ادعاوې دي، خو که د ترسره شویو برېدو د تلفاتو ټول ارقام بیا هم وکتل شي، نو په تېرو درېو کلونو کې تر ۵۰۰ لږ افغانان په ناامنیو کې وژل شوي، چې د شل کلن اشغال د یوې میاشتې د تلفاتو تر کچې هم لږ دي.
دښمن ولې په تکرار ډول د افغانستان د ناامنه ښودو هڅه کوي؟
افغانستان کې تېر درې کاله تقریبا په تېرو څلورو وروستیو لسیزو کې د مثالي امنیت بېلګه ګڼل کېدای شي، سره له نهایت ډېرو محدودیتونو، بندیزونو او استخباراتي لوبو امارت وتوانید، خو ځینې رسنۍ، بنسټونه او افراد هڅه کوي، چې بیا ځلې په افغانستان کې د جګړو اور ته پوکۍ وکړي، تر څو دوی ته بیا پکې پروژې، دولتي منصبونه او خپلې پخوانۍ مزې، چړچې میلاوو شي.